برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کی دسور صلیب د اورتوپیدۍ دمرکزونو فعالیت

آریانانیوز: په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې مسؤلین وايي، په وروستیو کې په دې هېواد کې د جنګ جګړو له امله د معلولینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.


په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې استازي کان پډرو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۳» د همدغې کمېټې د ارتوپيدۍ مرکزونو د ۳۰ کلنو فعالیتونو په نمانځغونډه کې وویل چې د دوی د فعالیت په ۳۰ کلنه موده کې شااوخوا ۲۰۰ زره معلولیت لرونکو کسانو د ارتوپیدۍ مرکزونو ته مراجعه کړې چې د معلولیت لاملونه‌یې بېلابېل دي.
دی وایي:
“تر دې مهاله د افغانستان په اوو ولایتونو کې زموږ اړوند د ارتوپیدۍ په اووه مرکزونو کې ۱۸۰ زره کسان ثبت شوي، هر کال له ۱۰ نه تر ۱۲ زره کسان دلته ځانونه راجستر کوي، له دغه شمېره بیا ۱۵۰۰ کسان په جنګ او انتحار پورې اړه لري.”
ښاغلي پډرو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د جګړې پر زیاتوالي او د چاودنو او جګړې له کبله د ملکي تلفاتو د کچې پر لوړوالي هم اندېښنه وښوده.
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما راپور ورکړی و چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د امنیتي پېښو او جګړو له امله له څلورو زرو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ګارډين ورځپاڼې د راپور پر اساس بیا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د بمي چاودنو او جنګ جګړو له کبله ۳۱۱۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د کابل دفتر د معلوماتو له مخې چې دوی په تېر یو کال کې تر ۲۰۰ زره مصنوعي غړي، ۲۰ زره ولچرونه او ۱۸ زره لکړې جوړې او معلولینو ته‌یې ورکړي چې له دوی سره په فزیکي فعالیتونو کې مرسته وکړای شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز چې په دې غونډه کې يې برخه اخیستې وه، وویل چې د ټول هېواد په کچه د ارتوپیدۍ ۲۲ مرکزونه شته چې اووه‌یې د سره صلیب کمېټې او پاتې نور یې د روغتیا وزارت او نورو نړیوالو بنسټونو اړوند دي.

شریک یي کړئ!