برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی دجګړې د پای ته رسولو لپاره چمتووالی

آریانانیوز: ډیوراپور له مخی امريکا دفاع وزات پنټاګون مسؤولين وايي، د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو او د امريکايي پوځيانو د ايستلو لپاره په ټولو لارو چارو غور کوي.
د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر او لوی درستيز جنرال مارک ميلي د افغانستان جګړې په اړه کانګريس ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ويلي، د ولسمشر ټرمپ ادارې نوره پرېکړه کړې، چې دغه جګړه پای ته ورسوي او هلته د داسې شرایطو په رامنځته کولو کار کوي، چې افغانستان په راتلونکي وخت کې د نړيوالو وسله والو په مرکز بدل نه شي.
دواړو لوړپوړو امريکايي چارواکو ويلي، د افغانستان وضعيت ته په کتو دوی له افغانستانه د خپلو عسکرو د ايستلو لپاره تياری نیسي او دا هم شونې ده، چې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره يو شمېر عسکر په افغانستان کې پاتې شي.
د امريکا دفاع وزير او لوی درستيز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان کشالې د حل او روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لسم پړاو پیل شوی و، خو تېره ورځ یو ځل بيا د لنډې دمې لپاره ودرول شوې.
د افغانستان لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خليلزاد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، پر بګرام د طالبانو برید خواشینی کړی او په دې اړه يې هغوی ته خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.
نوموړي زياته کړې، چې د لنډې دمې لپاره يې دغه خبرې درولي تر څو طالبان له خپلو مشرانو سره پر مهمه موضوع مشورې وکړي.

شریک یي کړئ!