برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کی دامریکا او ناټو د پوځیانو په ماتې دامریکايي قومندان اعتراف

آریانانیوز: جنرال سکاټ میلر سي، این، این خبري چینل ته وویل: په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د بریا امکان نشته. خوهغه په دغه هیواد کښې به جنګ او نښتې دوام ولري.



د امریکايي قومندان دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د امریکې وال سټریټ جنرال ورځپاڼې تیره جمعه د دغه هیواد د دفاع وزارت (پینټاګان) د یو لوړرتبه چارواکي له قوله لیکلي وو: د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکم له مخې کابو 700 امریکايي پوځیان به ډیر زر له افغانستانه ووځي.
خو د دې خبر له خپریدو وروسته د امریکې د پوځ لوې درستیز جوزف ډانفرود په راتلونکي کښې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر دروغ وباله.
د افغانستان د اکثریت خلکو او مسئولانو په باور، له ۲۰۰۱ کال څخه په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د ناټو د نورو غړو په ملتیا د امریکې پوځي شتون د افغانستان د ملکي وګړو له وژلې او د دغه هیواد د بیخ بیناؤ له خرابیدو پرته بله پایله نه ده لرلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي