برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی جګړې دوام د امریکا او افغان سیاستوالو د تېروتنو پایله

آریانانیوز: یوشمېر سیاسي شنونکي وايي، که څه هم د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته په افغانستان کې د امریکا حضور د اوسني نظام د رامنځته کېدو لامل شو، خو د افغان سیاستوالو ترڅنګ، د امریکا ناسم سیاست لامل شو چې په هېواد کې جګړه دوام پیدا کړي
په اسټرالیا کې د دیکین پوهنتون څېړونکی عباس فراسو وايي، له سپټمبر پېښې وروسته له رامنځته شویو فرصتونو نه سمه ګټه وا نه‌ خیستل شوه
یو بل شنونکی فردوس کاوش بیا باور لري چې که څه هم تر یادې پېښې وروسته افغانستان ته د امریکا په راتګ سره افغانانو یو ولسواک نظام پیدا کړ، خو پر پاکستان د امریکا له لوري فشار نه راوړل او دغه راز د عراق په جګړې کې د دغه هېواد بوختېدل په افغانستان کې د امریکا د تېروتنو لامل شول
دغه راز سیاسي شنونکی بسم‌الله رنجبر وايي، د سپټمبر له پېښې وروسته افغانستان ته د امریکا په راتګ سره د هېواد په تاریخ کې د یوې بلې پاڼې د رامنځته کېدو او یوه نوي نظام د جوړېدو ترڅنګ، په افغانستان کې نیابتي جګړې هم پیل شوې
القاعده شبکې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په یوولسمه د امریکا په نیویارک ښار کې یو سوداګریز مرکز او د پنټاګون ودانۍ چې د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت په انګړ کې ده، نښه وګرځول. دغه کار د امریکا غبرګون راوپاروه او د دې لامل شو چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان ته راشي او د دغه هېواد جګړه د ۱۸ کلونو له تېرېدو سره سره لا هم دوام لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي