برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی امریکا دبندیانود خوشي کولو صلاحیّت نه لري

آریانانیوز: دیورپوت له مخی ولسمشر اشرف غني په کابل کې په خبري ناستې کې دې ته په اشارې سره چې امریکا دافغانستان د حکومت له زندانونو د طالب بندیانو دخوشي کولو صلاحیّت نه لري او په دې ا ړه ورسره هیڅ ژمنتیا نه لرو وئیلي دي ،د پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع، یوازې د افغانستان د حکومت او ولس په صلاحیّت کې ده او امریکا په دې زمینې کې هیڅ صلاحیّت نه لري .
دافغانستان ولسمشر ټينګار کړی ،د طالب بندیانو خوشي کیداهیڅکله هم د افغانانود ترمینځد خبرواترو دپيلیدا د وارمخکې شرط په توګه مطرح نه ده، خو داموضوع د افغانانو ترمینځ د سولې په خبرو کې مطرح کیدلی شي. د افغانستان د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې د طالبانو دمرکچي ټيم مشر شیرمحمد عباس ستانکزئ هم نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،بین الافغاني خبرې اترې به د مارچ په لسمه نیټه پيل شي او له دې مخکې له امریکا سره د موافقې په اساس، باید له حکومتي زندانونو پنځه زره طالب بندیان خوشي شی .
داپه داسې حال کې دي چې بیګا د افغانستان و لسمشر اشرف غني د ناټو موسیسې له عمومي منشي ینس سټولتنبرګ او د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره په ګډ خبري کنفرانس کې هم وئیلي،د افغانستان روا نظام، د اسلامی امارت نظام نه ،بلکې یو جمهوری نظام دی او طالبان باید له امریکا سره په موافقې کې خپلو ژمنو ته پابنده ووسي .
د افغانستان ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د سولې په بهیر کې به ددغه هیواد د امنیتی ځواک رول ډير مهم وي ،زیاته کړې ، افغانستان له امریکا سره تازه ژمنو ته هیڅ اړتیا نه لري او هغه موافقه چې له مخکې راهسې د لوئې جرګې په وسیله تائيد شوي وه ، هماغه راز پخپل ځاي شته ده .
بلاخره له ډیرو کوټلو یو کلنو خبرواترو وروسته او په افغانستان کې د جنګ د نه دریداپه باب له اندیښنو سره سره ، امریکا او طالبانو پرون د سولې هوکړې ته رسیدلي او د امریکا استازي زلمي خلیل زاد او د طالبانو ډلې دسیاسی چارو مرستیال ملاغني برادر دغه موافقه سره لاسلیک کړې ده . په دغو دستورو کې د یوشمیر هیوادونو استازو هم شتون درلود.ددغې موافقې په اساس ټاکل شوې ده دطالبانو د تاؤتریخوالي د کوولو شرط ته دپابند کیدا په بڼه کې به امریکا په راتلونکو څوارلسو میاشتو کې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي