برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کي د شفافو ټاکنو او سولي له پاره موقت حکومت ته اړتیا

آریانانیوز: دیوراپور له مخی ګلبدین حکمتیارد خپلو پلویانو یوې غونډي ته وینا کي اوسنی افغان حکومت د جګړې د دوام عامل او د سولي راتګ پر وړاندي خنډ وباله
نوموړی وايي: د اوسني حکومت دوام په صورت کي سوله ممکنه نه ده
د صلح او اسلامي عدالت په نامه د ښاغلي حکمتیار د ټاکنیزې ډلي پلویانو پرون پلازمېنه کابل کي د هغه څه پر خلاف اعتراضونه کړي چي دوی یې پراخي درغلۍ بولي
حکمتیار وايي: ”که ټاکني دویم پړاو ته ځي، چي باید ولاړي سي او که احیاناً په ټول کي دغه ټاکني باطلي وبلل سي او نویو ټاکنو ته اړتیا پېښه سي او ټول لوري هوکړه وکړي، په دواړو صورتونو کي موږ یوه موقت یا سرپرست حکومت ته اړتیا لرو
نوموړي زیاته کړه داسي حکومت چي تر څار لاندي یې شفاف انتخابات وسي او په ټاکنیز کمپاین کي له دولتي صلاحیتونو او امکاناتو ناوړه ګټه و انخلي. ”نوموړي د افغان سولي خبرو بهیر ته په اشارې سره وویل: د حکومت مخالفان له دې حکومت سره خبرو ته چمتو نه دی
حکمتیار وايي: ”اوس وخت راغلی چي د امریکايي او طالبان استازو تر منځ خبري ودریږي او د سولي خبرو بهیر پرمختګ لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل سي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي