برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغاستان کې د ټرمپ ستراتېژي بریالۍ نه ده

رویټرز خبري اژانس وايي، د ټرمپ نوې ستراتېژي په افغانستان کې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.


د سرچينې په وینا امریکايي ولسمشر نیت درلود د دې ستراتېژي په تطبیق سره په افغانستان کې د دوی پر ضد د مبارزینو صفونه مات او جګړه وګتي، ځکه خو يې د عسکرو شمېر هم ډېر کړ، خو تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.
رویټرز د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې ويلي، چې د ټرمپ دې ستراتېژي ونه شو کړای، طالبان له پښو غورځوي، بلکې د هغوی جګړه لا تونده شوي او پر لپسې دولتي مرکزونه تر واک لاندې کوي.
دا په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیانو په ګډون د امریکا د بهرنیو او دفاع وزارتونو مسؤلینو ويلي، د دوی ستراتېژي «یوڅه» اغېز کړی دی.
د امریکا دغه ستراتېژي چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې اعلان شوه، ورسره د بهرنیانو او افغان ځواکونو هوايي بریدونو زور واخیست.
د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰۰ هوايي بریدونه پر افغان خاوره شوي، خو لا هم افغان حکومت کومه پرمختګ نه دی کړی.
له هوايي بریدونو سره د ملکي تلفاتو کچه ډېره لوړه شوې، چې د سیګار د تازه راپور له مخې په تېرو دریو میاشتو کې ۲۲۵۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واښتي چې دوی يې د تل په څېره د ډېرې پړې مسؤلیت پر طالبانو اچوي.
په ورته وخت کې افغان پوځي شنونکي وايي، د امریکا دې ستراتېژي دلته د بریا پر ځای یوازې نا امني ډېره کړې ده.
د ستراتېژي د ناکامۍ یو اړخ د افغان حکومت بې وسي او نا خبري هم په ګوته کېږي، پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل له کابله خپرېدونکې ورځپانې مسیر؛ ته ويلي، افغان حکومت لا هم نه دی خبر، چې د دې ستراتېژي ټول جزییات څه دي او د افغانستان لپاره يې کوم په ګټه او کوم په زیان دي؟
افغان چارواکو د دې ستراتېژي د اعلان پر مهال بې درېغه هرکلی وکړ او ډاډ يې ښکاره کړ چې د څو میاشتو په دننه کې به يې له برکته د بهرنیانو او دوی شریک مخالفین له پښو وغورځوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي