برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر افغان عسکروباندی د کنټرول ډېریدا

آریانانیوز: د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وايي، په افغان عسکرو به کنټرول نور هم ډېر کړي، چې په لیکو کې يې «سخت دریځي» وپېژني.


هغه پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، افغان عسکر د دوی روزل شوي دي خو دا باید پکې معلومه کړي چې څوک يې پرخپلو روزونکو د شپېلۍ ور اړولو زړه کوي.
مټیس وویل، افغان عسکرو څو ځلې خپل روزونکي په نښه کړي او دې کار دوی اړ کړي چې پر خپلو نظامي شاګردانو د کنټرول کړۍ تنګه کړي.
هغه د افغانستان لپاره د استازي په حیث د زلمي خلیلزاد ټاکنه هم مناسبه وبلله او دعوه يې وکړه چې د سولې لپاره هڅې کوي.
پر بهرنیانو د طالب نفوذي بریدګرو بریدونو نه یوازې د بهرنیانو او افغان عسکرو تر منځ د باور فضا خړه کړې، بلکې د افغان عسکرو په لیکو کې هم بې باوري اوج ته رسولې ده.
مټیس دا څرګندونې په داسې حال کې کولې، چې پر افغانستان د پلمې په توګه د سپټمبرې د یوولسمې له پېښې اوولس کاله تېر شوي او په افغانستان کې له یرغله د بریا هیله نه لري.

شریک یي کړئ!