برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پروین درانۍ د ولسي جرګې غړې نیول شوې

آریانانیوز: د کابل امنیې قوماندانۍ، د کورنیو چارو وزارت له امر او لار ښوونې سره سم د ولسې جرګې وکیله پروین درانۍ نیولې او دوسیه یې په رسمي توګه لويي څارنوالۍ ته استولې ده.



د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي په دې اړه وویلي:” پروین درانۍ د پولیسو د یوه افسر د وهل ټکولو په تور د کابل امنیې قومندانۍ لخوا د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه، د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې پر بنسټ نېول شوې او دوسیه یې په رسمي توګه لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده”.
د ولسې جرګې غړې پروین درانۍ، یکشنبه د کب په ۲۶ مه له هغه وروسته چې د احمد شاه مسعود په څلور لارې کې یې، موټر د پولیسو د یوه افسر له لوري ودرول شو، پولیسو غوښتل چې موټر یې وپلټي او هم یې له هغې څخه د دې د زغره وال موټر ګرځولو جواز غوښتی وو، چې هغې په چک پاینټ کې د پولیسو له افسر سره شخړه کړې او دغه افسر یې په څپیړه وهلی.
د دغې صحنې ویډیو چې په رسنیو کې خپره شوې ښيي، چې اغلې درانۍ د ښکنځلو او د پولیسو د یوه افسر د ترټنې تر څنګ هغه په څپیړه هم وهلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي