برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پرحمدالله محب د امریکا ګواښ اشرف غني ته ورښيي څو په خپلو حدودو کې واوسي

آریانانیوز: امریکايي مشهورې ورځپاڼې «نشنل انټرسټ» په خپله نننۍ ګڼه کې، د حمدالله محب د جنجالي څرګندونو له امله په سیاسي برخه کې په ګډ حکومت پرېوتي اغیز ته کتنه کړې.


ورځپاڼه لیکي « ۳۶ کلن محب چې زده کړې یې په لندن او واده یې په امریکا کې کړی، تر دې وړاندې د یوه ملایم او ارام شخص په حیث پېژندل کېده او له امریکايي چارواکو یې سره ښې اړیکې درلودې؛ خو د نوموړي تر څرګندونو وروسته د بهرنیو چارو وزارت ورته امر وکړ څو ژر تر ژره له امریکا ووزي».
ورځپاڼه وړاندې زیاتوي «په دې حساسو شرایطو کې چې د امریکا او افغان حکومت تر منځ نږدې اړیکو ته ستره اړتیا لیدل کېږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو نظامي چارواکو او دیپلوماتانو ته امر کړی څو له حمدالله محب سره اړیکي ونه ساتي او هر هغه مجلس پرېږدي چې محب پکې شتون ولري».
د ورځپاڼې په وینا؛ په داسې حالت کې چې د امریکايي چارواکو په ګمان؛ «محب د غني په خوله خبرې کولي» محب ته د امریکا ګواښونه په حقیقت کې غني ته د ټرمپ د ادارې ګواښ دی او نوموړي ته ورښيي څو په خپلو حدودو کې واوسي او بهر پښه کېنږدي.
د مطلب په ادامه؛ که څه هم د غني حکومت په هره برخه کې منزوی شوی او په نوموړي شته فشار محسوسېږي خو غني ته ښايي څو ارام واوسي او ځان کنټرول کړي.
یاده دې وي چې؛ تېره میاشت د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» د افغان سولې د پروسې په تړاو د امریکا په ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» توندې نیوکي کړې او هغه یې تورن کړ چې د سولې په برخه کې یې افغان حکومت ګوښې ته کړی او په افغانستان کې د خپل واک د ټینګولو هڅې کوي.
د محب تر دې جنجالي څرګندونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوموړی احضار کړ او خپلو چارواکو ته یې امر وکړ څو محب ته په رسمي ناستو کې د ګډون اجازه ورنکړي.

شریک یي کړئ!