برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پرافتاب عام باندی یوکلن بندیز لګیدل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی دافغانستان کرېکټ بورډ وایي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر توپ اچوونکي افتاب عالم د ډیسپلین د نه مراعاتولو له امله یو کال په کورنیو او نړیوالو لوبو کې د لوبیدو بندیز لګیدلی دی.



د کرېکټ بورډ کمیټې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي،” چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته راولېږه”.
کرېکټ بورډ د نظم او ډسپلین کمیټه زیاتوي چې د نړيوالې شورا له څېړنو وروسته افتاب عالم مجرم ثابت شوی او د هغوى د شواهدو په رڼا کې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې هم په افتاب عالم يو کال بندېز ولګاوه.
د خبر پاڼې له قوله تر راتلونکي يو کال پورې افتاب عالم په هېڅ نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز د يو کال لپاره ورسره د کرکټ بورډ قرارداد هم لغوه شوى دى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي