برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پارلمان باید د سولې خبرې جدي وڅاري

آریانانیوز: دیوراپوله مخی د کابل حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، حکومت دوه سری دی او کوم واک په لاس کې نه لري؛ نو ځکه ولسي جرګې ته ښایي دا موضوع په جدي ډول وڅېړي
په ولسي جرګه کې د فراه د خلګو استازې «بلقیس روشن» د طالبانو او امریکا تر منځ احتمالي کېدونکې توافقنامه وطن پلورنه بولي او په خبره یې «حکومت خپل اختیار نه لري، دوه سری دی او جانکېري جوړ کړی؛ نو ایا پارلمان ته ښایي په دې وطن پلورنه کې شریک شي
د ولسي جرګې یو بل تن غړی «همایون شهید زاده» وايي « تمه ده د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافقنامه امضاء شي؛ خو هغه توافقنامه، چې د افغانستان حکومت او ملي شورا پکې ګډون ونلري، هیڅ ارزښت نلري، ملي شورا ته ښايي په دې برخه کې خپل رول ولوبوي
پارلمان داسې مهال، د سولې په پروسه کې د خپل حکومت محرومیت محسوسوي، چې طالبان وایي، دوی تمه لري، د روانې میاشتې تر پایه له امریکایي لوري سره توافقنامه امضاء کړي.

شریک یي کړئ!