برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټرمپ نړۍ ناامنه کړی ده

آریانانیوز: د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند یوه مقدماتی کاندید جوبایډن د ولسمشر ټرمپ سیاستونه د نړۍ د لا ناامنه کیدا سبب وبلل
د امریکا د راتلونکی میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مقدماتی سیالیو کښې دډیموکراټ ګوند مخکښ کاندید او دپخوانی ولسمشر باراک اوباما مرستیال جوبایډن نن وویل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ جوړو کړې شویوکړکیچونو نړۍ نوره هم پسې ناامنه کړی ده
جوبایډن د اټومی ژمنو په کمولو کښې د ایران دریم (۳)ګام ته په غبرګون کښې وویل ولسمشر ټرمپ له اټومی تړون څخه ووت او اوس ایران خپل اټومی پروګرام مخ ته بیایی
دامریکا دډیموکراټ ګونددغه نامتو غړی وویل دا یوبل مورد دی چې ولسمشر ټرمپ امریکا ، لویدیځ اسیا او نړۍ نور هم پسې ناامنه کړی دی
په ۲۰۱۸ میلادی کال کښې له اټومی موافقې څخه دامریکا په یواړخیز ډول له وتلو او دواشنګټن دوتلو د اقتصادی پایلو د جبرانولو لپاره داروپا دهڅو له ناکامه کیدا وروسته ایران د روان میلادی کال د می دمیاشتې په اتمه نیټه د خپلو اټومی ژمنو دګام په ګام دکمولواقدام وکړ چې دریم(۳)ګام یې له پرون څخه پیل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي