برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ د ملګرو ملتونو غونډه کې افغانستان ته اشاره هم ونه کړه

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کې ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه اشاره هم ونه کړه، چې افغان سیاستوال يې اندېښمن کړي دي.



د مشرانو جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي وايي، که ټرمپ څه ویلی وای دوی به د ډاډ سا اخیستې وه او له امریکا سره په «دوستۍ» به باوري شوي و.
هغه ازادي راډيو ته ویلي، د ټرمپ تبصرې د افغان عسکرو پر روحيې هم اغېز درلود، په وینا يې دوی دا تمه لرله، خو پوره نه شوه.
سیاسي شنونکی ودیر ساپی وايي، له دې وضعیته ښکاري چې ټرمپ ته دا «دوستي» ډېره ټيټه ښکاري او په دې ډول يې وښوده چې ورته مهمه نه ده.
ټرمپ چې د تېر میلادي کال په وروستیو میاشتو کې يې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره نوې ستراتېژي هم اعلان کړه، خو بیا يې هم دلته د پیل کړې جګړې په اړه دوه ټکي یادونه هم ونه کړه.
څو ورځې وړاندې لوېدیځو رسنیو ویلي و، چې ټرمپ د افعانستان د جګړې په اړه د سکاټ مېلر ارزونې ته په تمه دی، خو ټرمپ د ملګرو ملتونو غونډه کې پر چین، روس او ایران تبصرې وکړې، خو عبدالله عبدالله يې تر پام هیڅ ور نه غی.
په دې غونډه کې چې د افغان حکومت په استازیتوب عبدالله عبدالله پکې برخه‌وال دی، د ګډ حکومت شریکانو ترې لويې تمې درلودلې، خو ښکاري چې تش لاس پاتې شول.
محمد اشرف غني هم له دې امله په دې غونډه کې له ګډونه تېر شو، چې د ټرمپ په ګډون لوړپوړو امریکايي چارواکو يې د ملاقات غوښتنه رد کړه.

شریک یي کړئ!