برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرامپ – دافغانستان دوتلوحکم نه دی وړکړی

آریانانیوز: ډونالدټرامپ تصمیم نه لری چی له افغانستان څخه آمریکایی پوځیان راوباسی.


دآمریګا د ملی امنیت ویاند تیره ورځ وویل. چی ډونالدټرامپ تصمیم نه لری.
چی دآمریکا پوځی ځواکونه له افغانستان څخه وباسی.
کارت مارکیس دآمریکا دملی امنیت ویاندیوله پلومبرک څخه په خبرواتروکی ویلی. چی دآمریکا دفاع وزارت له افغانستان دآمریکا پوځی ځواکونودوتلوحکم له ټرامپه نه دی ترلاسه کړی .
اوس مهاله په افغانستان کی دحمایت قاطع دقومندان سکات میلرهم داهمدارنګه حکم دنه
ترلاسه کولوخبروړکړ.
له بلی خوا- سپیڼی ماڼی  هم له افغانستان څخه دآمریکادځینوپوځیانودوتلوراپوررد کړی اوویلی دی.چی ډونالدټرامپ دآمریکاولسمشرپنټاګون ته په دی اړه کوم حکم نه ورکړی .
تیره اونی – وال اسټریت ژورنال ورځپانه دیوآریکایی چارواکی له قول راپوروړکړی وو. چی دآمریکااولسمشرله افغانستان څخه دآمریکایی پوځیانودکمیدوحکم ورکړی.    اوله افغانستان څخه دآمریکایی زیاتره تر۷۰۰۰پوځیانو وتل به پیل شی .
له افغانستان څخه دآمریکایی پوځیانودوتلوتصمیم هم په کابل اوهم په واشینګټن دځینوسیاسی کړیوترمینځ اندیښی راپارولی دی.
تیره ورځ دکرکیج دنړیوالی ډلی په خپل نوی راپورکی له افغانستان څخه دآمریکایی
پوځیانود ژردوتلودناببروپیښوپه اړه خبرداری ورکړی اوویلی دی چی دغه فیصله کولای شی افغانستان یوځل بیا دداخلی جنکوپه لوربوځی .
تیره اونی دامریکا دپوځی قواولوی درستیزهم په افغانستان نه په خپل سفرکی ډاډ ورکړ.
چی دآمریکا پوځی ماموریت له پلانونی سره سم په افغانستان کی دوام به ولری.
جنرال جوزف ډانفورد ـ دبهیرینوځواکونو په کتنی کی ویلی وو. چی په افغانستان کی دآمریکا پوځی ماموریتونه همعه رنګه لکه پخواغونډی جی پروګرام شوی و.دوام به ولری.

شریک یي کړئ!