برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټاکنې د حکومت د ملي او سیاسي لومړیتوبو په سر کې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوې او پکې د ټاکنو د امنیت، د نوم لیکنې د مرکزونو او د تذکرو د وېش، د ټاکنو بهیر اړوند موادو د لېږد، د سیاسي ګوندونو د وړاندیزونو، عامه پوهاوي او په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو په ګومارنه کې د شفافیت په اړه بحث او خبرې وشوې.


په دغه غونډه کې جمهوررئیس غني، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې ټاکنې د ملي یووالي حکومت د ملي او سیاسي لومړیتوبونو په سر کې ځای لري او پر ټاکلي وخت به وشي.

د غونډې ګډونوالو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د ګډون ستاینه وکړه او د ټولو امکاناتو، اسانتیاوو او د عامه پوهاوي پر چمتوالي یې ټینګار وکړ.

همداراز د مرستندویه هېوادونو استازو د نوم لیکنې په بهیر کې د پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر وخت ترسره کېدل وغوښتل.

د غونډې په پای کې جمهوررئیس غني وویل، له مشرانو، ملي او سیاسي شخصیتونو سره د ناستو لړۍ روانه ده چې له دیني علماوو، د لوړو زده‌کړو بنسټونو، مدني ټولنې، رسینو او د ځوانونو شبکو له استازو سره به هم خبرې وشي.

په دغه غونډه کې یو شمېر وزیرانو، لوړپورو دولتي مقاماتو، د سیاسي ګوندونو استازو، ځینو سفیرانو او د مرستندویه هېوادونو استازو هم ګډون کړی ؤ.

شریک یي کړئ!