برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټاکنې باید رڼې وي

آریانانیوز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» نن په یوه تلیفوني اړیکه کې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» رڼو ټاکنو ته هڅولی
د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « مایک پمپیو اشرف غني ته وویل، چې د رڼو ټاکنو د تضمین لپاره باید د ټاکنیزو بنسټونو او کاندیدانو چلند له ملامتیا لرې وي او د پایلو د مشروعیت په موخه امریکا هیله لري، چې ټاکنې به رڼې او شفافې وي»
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت د ټاکنو کمېسیون ته امر کړی، چې ژر تر ژره دې د هغو مرکزونو لست خپور کړي، چې د ټاکنو په ورځ به بند پاتې وي، تر څو خلګ له سرګرداني وژغورل شي
امریکا داسې مهال له ګډ حکومت د رڼو ټاکنو هیله لري، چې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو رونټيا ته اندېښمن دي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو یادونه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي