برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټاکنیز کمېسیونونه باید په سمه توګه سپینې رایې له تورو رایو بېلې کړي

آریانانیوز: په کابل کې د حراست او ثبات شورا له ټاکنو کمېسیون نه د پاکو او ناپاکو رایو بېلولو او هرڅه ژر د ټاکنو د رڼو پایلو اعلانولو غوښتنه کوي
د يادې شورا د مشرتابه غړي او ویاند مسعود ترشتوال په کابل کې په يوه خبري غونډه کې په وينا کې وویل، ټاکنیز کمیسیونونه دې د ټاکنو رڼښت او بې‌پریتوب ته جدي پام وکړي
د نوموړي په وینا، ټاکنیز کمېسیونونه باید خپل باور له خپل عملي استقلالیت نه ترلاسه کړي او زياته يې کړه، که څه هم تر یوه ځایه د ټاکنیزو کمېسیونونو چارې د قناعت وړ بولي خو وايي، دغه کمېسیونونه دې په سمه توګه سپینې رایې له تورو رایو بېلې کړي
دغه راز ترشتوال وویل، د ټاکنو د اعلان په تړاو دې د سیاسي دلایلو پر ځای حقوقي دلایلو ته اهمیت ورکړل شي او د ټاکنو رڼې پایلې باید ژر تر ژره اعلان شي
هغه وايي، ټاکنیز کمېسیونونه دې پرېښودل شي چې په سمه توګه خپلې چارې ترسره کړي او وار دمخه دې له ناسمو وړاندوینو او څرګندونو ډډه وشي، ترڅو ملي ګټو او یووالي ته زیان و نه رسېږي
د ترشتوال په وينا، د ټاکنو د پایلو اعلان باید ټولو نوماندانو ته د منلو وړ وي او راتلونکی حکومت باید پراخ بنسټه وي او ټولو کدرونو ته په کې ونډه ورکړل شي
تر دې وړاندې یو شمېر سیاسي ګوندونو، سیاستوالو او نړیوالې ټولنې په وار وار د ولسمشرۍ له نوماندانو او ټاکنیزو ټیمونو غوښتي، چې وار دمخه ځانونه ګټونکی اعلان نه کړي، یو پر بل د تورونو له لګولو ډډه وکړي او د رڼو پایلو اعلان ومني.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي