برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټاکنو کمیسیون د شکایتونو کمیسیون د کابل د ولسي جرګې د رایو باطلول غیرقانوني وګڼل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس  له هغې وروسته، چې ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون د هېواد د پلازمېنې کابل د ولسي جرګې ټولې رایې باطلې اعلام کړې؛ نو د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه پرېکړه په سختو ټکو کې رد او وغندله.


د پنجشنبې پر سهار( د لیندۍ ۱۵) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په کابل کې د ولسي جرګې په تر سره شویو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ او ټاکنیزو جرمونو پر لامل؛ اړوند ټاکنې باطلې اعلام کړې او د بیا ټاکنو غوښتنه یې وکړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد په یوه خبري ناسته کې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون له لوري د کابل د ولسي جرګې د رایو باطلول یوه بې بنسټه، غیرقانوني او بېړنۍ پرېکړه وګڼله او هغه یې په سختو ټکو کې رد کړه او د کابل د خلکو له رایو سره یې یوه سیاسي او ناقانونه لوبه ونوموله.
نوموړی وایي: مونږ د رسنیو له لارې خبر شو، چې د کابل د ولسي جرګې رایې باطلې اعلام شوې دي.
دغه کمیسیون وایي: هغه پرېکړه، چې قانوني بنسټ او اسناد ونلري؛ مونږ یې په کلکه ردوو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړې په اړه یې اعلامیه لوسته؛ دا هم په ډاګه کړه، چې اړوند کمیسیون پرلپسې د ولسي جرګې د ټاکنیز بهیر د سبوتاژ هڅه کړې ده.
نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا تازه پرېکړه د قانون او ملت په وړاندې ستره جفا ونوموله.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون څرګنده  کړې، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د خنډونو له کبله تر دې دمه بریالي شوي نه یو، چې د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو ټاکنیزې پایلې اعلام کړم.
دوی زیاتوي: د ټاکنو د پایلو پر اعلامولو کار روان دی او د پلان له مخې به راتلونکې اوونۍ د پاتې ولایتونو پایلې هم اعلام شي.
دغه کمیسیون په بشپړ ټینګار ویلي، چې د شکایتونو کمیسیون د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکیو د ګوښه کولو صلاحیت هم نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د ټاکنو دواړو کمیسیونونو د درغلیو د مخنیوي لپاره ګډه پرېکړه کړې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي