برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

يو پوليس خپل څلور ملګري وژلي

آریانانیوز: په فراه ولايت کې يو تن پوليس خپل څلور ملګري وژلي او له هغې وروسته طالبانو سره يو ځای شوی دی.


د فراه د امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب رسنيو ته ويلي دي چې ياده پيښه تيره شپه د دې ولايت په مرکز باغ پل سيمه کې رامنځته شوې ده.
محب ويلي دي چې له بريد وروسته پولیس طالبانو ته ورغلی دی او دوه ميله وسله يې هم له ځانه سره وړې ده.
نوموړي زياته کړې ده چې ياد پوليس له تير يو کال راهيسې په دې سيمه کې دنده ترسره کوله او د پوليسو په اکاډمۍ کې يې درې مياشتنۍ مسلکي زده کړې هم کړې وې.
د يادونې وړ ده چې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې ځينې سرتيري وخت ناوخته په بهرنيو او داخلي عسکرو بريدونه کوي چې له پيښې وروسته يا د خپلو ملګرو له لوري وژل کيږي او يا هم طالبانو سره يو ځای کيږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!