برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسي خلک د طالب په نامه نيول او وژل

آریانانیوز: د لوګر ولایت اوسېدونکي وايي چې ګډ ځواکونه يې په کورونو چاپې اچوي او عام خلک د طالب په نامه نيسي وژني يې.


د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ يو شمير قومي مشران او اوسېدونکي په دې اړه راټول شوي وو او د ولسي وګړو په کورونو د ځانکړو ځواکونو د عملياتو او ولسي وګړو د طالب په نامه د وژلو او ځورولو په اړه يې شکايت کاوه.
دغو مشرانو ويل چې هوايي ځواکونه د ولسي خلکو کورونه د طالب او القاعده په نامه بمباروي، چاپې اچوي او خلک شهيدانوي.
د حکمت الله په نامه د لوګر يو اوسېدونکي وويل چې د طالب او حکومت سره جنګ دی دوی به يو بل سره وژني خو د ولسی وګړو وژنه ورته د منلو وړ نه ده.
هغه وويل چې حکومت د ولسي خلکو قتل عام پيل کړی دی او ډیر هغه خلک چې د حکومت به ملاتړ يې قرباني ورکړې ده د هغوی کورنۍ غړي هم په دغو چاپو او بمباريو کې وژل شوي دي.
دوی وايي چې خروار ولسوالۍ له تيرو اوولس کلونو د ژوند له لومړنيو خدماتو څخه بې برخې ده او هر وخت د حکومت له لوري له تهديدونو سره مخ ده چې له امله يې ډیری خلکو له دې ولسوالۍ څخه نورو سيمو ته کډې کړي دي.
د لوګر ولايتي شورا هم په دې ولايت کې د ولسي خلکو وژنه او د هغوی په کورونو چاپې تائيد وي او وايي چې د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ له خلکو سره د حکومت له لوري ظلم روان دی.
د ولایتي شورا يو غړی قريب الله سادات وايي چې د خروار په ګډون د لوګر ځينې نورې ولسوالۍ هم محرومې دي او حکومت ورته پاملرنه نه کوي، هغه وايي چې د مرکزي دولت له لوري چې لوګر ولايت ته کومه بوديجه راځي هغه يوازې په مرکز او ځينو خاصو سيمو کې مصرفيږي او د خروار په ګډون نورو سيمو ته پام نه کيږی.
د عبدالوکيل په نامه د ولایتي شورا يو بل غړی وايي چې خروار ولسوالۍ ډيره محرومه ده او خلک يې د حکومت له لوري له سختو مشکلاتو سره مخ دي، هغه زياته کړه چې ايا په ټول افغانستان کې به داسې بله ولسوالۍ وي چې د خروار ولسوالۍ په څېر به محرومه وي؟
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو او ولايتونو کې د ولسي خلکو په کورونو د ګډو ځواکونو له لوري چاپې او هوايي بمبارونه زيات شوي دي چې له امله يې ګڼ ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو له لوري چاپې وهل شوې وې چې له امله يې ۲۳ تنه ولسي وګړي وژلي وو چې ۷ تنه يې يوازې د يوې کورنۍ غړي وو.
له هغې پيښې وروسته د سيمې اوسېدونکو د اعتراض په توګه د جلال اباد- تورخم لويه لاره د اعتراض په توګه وتړله او مړي يې په سرکونو کېښودل، د امريکا او حکومت په خلاف يې نارې ووهلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي