برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسي جرګې پر امنیتي تړون د بیا کتنې پرېکړه

آریانانیوز: ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د رایو په توافق پر امنیتي تړون د بیا کتنې پرېکړه وکړه.


په هېواد کې پر روان امنیتي وضعیت له بحث وروسته، تېره ورځ هم د امنیتي تړون اړوند څرګندونې وشوې، چې نن د بیا کتنې لپاره نظر وغوښتل وشو او د ولسي جرګې د مشر په وینا ډېرو يې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د جرګې د نننۍ غونډې مشر همایون همایون وویل، له امریکا سره امنيتي تړون هیڅ ګټه نه ده کړې، بلکې هره ورځ درې – څلور سوه تنه تلفات ورکوو.
د جرګې بل غړي عبید الله بارکزي وويل، امریکا په اوولس کلونو کې سل هليکوپټر هم افغان پوځ ته ورنه کړل.
د ده په وینا اصلاً باید پر دې تړون بیا غور وشي او په وینا يې «افغانستان له دغه عذابه خلاص کړو.»
ولسي جرګې د ګډ حکومت د واک په لومړیو کې د دې تړون لپاره شنه کارتونه پورته کړل، چې یوازې پنځو تنو يې مخالفت وکړ.
له امریکا سره امنیتي تړون د ګډ حکومت په دویمه ورځ د متن له لوستنې پرته لاسلیک شو.
د ولسي جرګې غړي حمیدزي لالي په یوه تلویزونی بحث کې وویل، د دې تړون د لاسلیک په بدل کې حنیف اتمر د امنیت شورا سلاکار وټاکل شو، چې په دې معامله حتی بسم الله محمدي هم د تړون لاسلیک ته تیار نه و.
له امریکا سره امنیتي تړون له پیله د ولس له جدي غبرګون سره مخ و، چې په ولسي جرګه کې د دې تړون مخالفینو د تړون موافق اکثریت وکیلان د امریکا د سفارت له لوري په رشوت اخیستنې تورن کړل.

شریک یي کړئ!