برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

وسله وال قومندان عبدالغني علیپور “د ملي امنیت له توقیفه خوشې شوی.

آریانانیوز: د ولسمشر دوهم مرستیال دفتر پر فېسبوک پاڼې خبر ورکړی چې د ملي امنیت له خوا نیول شوی "ناقانونه وسله وال قومندان عبدالغني علیپور "د ملي امنیت له توقیفه خوشې شوی.


دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې کابل کې قومندان عبدالغني علي پور ونیوه چې وايي، ۱۵۰ کسیزه ناقانونه ډله لري، په درنو او سپکو وسلو سمبال ده او له خلکو په باج اخیستلو او د خلکو په ځورولو تورنه ده.
د دوهم مرستیال سرور دانش پر فېسبوکپاڼه لیکل شوي چې د یو شمېر مشرانو او د خلکو د استازو په شتون کې ښاغلي علیپور د ښاغلي دانش له هڅو مننه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي