برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هند دلته له پاکستان سره سیالي کوي

آریانانیوز: ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې هند ته د ډاکټر غني پر سفر خبرې درلودلې، چې ټینګار وشو پاکستان او هند باید په افغانستان کې خپلې دښمنۍ ونه پالي.



د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کیمسیون غړی عبدالقادر ځاځی وايي هند په افغانستان کې له پاکستان سره سیالي کوي.
په وینا يې افغانستان د دې دوو هېوادونو د سیالۍ ډګر ګرځېدلی دی.
هغه وویل، کله هند وايي پاکستان سره نږدي شوي یاست، کله پاکستان وايي له هند سره؛ په وینا يې د هند له مرستو مننه کوو، «خو یوه ګیله ترې لرو، چې له خپل سیال سره سیالي په افغانستان کې کوي.»
محمد اشرف غني هند ته په یو ورځني سفر لاړ، چې هند ورسره د نورو مرستو تر څنګ د زرو سپرلۍ وړونکو موټرو ژمنه هم وکړه.
غني وروسته له هغه هند ته سفر وکړ، چې څو ورځې وړاندې په ارګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر کوربه و.
د شنونکو په باور افغان حکومت د هند او پاکستان تر منځ اړیکو کې د ګنګستیا تر بریده رسېدلی، چې نه شي کولی په زغرده له دواړو هېوادونو سره د چلند موقف ښکاره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

  1. محمدالله کاکر :

    ده ولسی جرگی تول وکیلان ده هنداوپاکستان agentanدی معلومه خبره ده

ډېر لوستل شوي