برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هغه پلار چې سګریټ څکوي

آریانانیوز: نویو څیړنو ښودلې هغه پلار چې په کور کې سګریټ څکوي کوچنیان یې په سختو او مرګونې ناروغیو اخته کیدلای شي.



د امریکې څیړنیزې مجلې په یوه خپاره شوې راپور کې ښودلې، هغه پلار چې پر سګریټو څکولو روږدي وي خپل کوچنیانو په خپل لاس د مرګ خولې ته ورکوي.
که چیرې سګریټ څکونکی پلار هره ورځ له کوچنیانو سره تر لسو ساعتونو وخت تیروي نو په کوچنیانو کې یې د بېلا بېلو مرګونې ناروغیو امکانات زیاتیږي.

د څیړنې له مخې ویل شوي هر هغه پلار چې سګریټ څکوي کوچنیانو کې یې د هغو په پرتله چې سګریټ نه څکوي د زړه ناروغۍ ۲۷ سلنه، د فالج ناروغۍ ۲۳ سلنه او د سږو ناروغیو ۴۲ سلنه د موندل کېدو امکانات وي.
ددغې څیړنې په ترڅ کې څیړونکو له ۷۱ زره کسانو څخه ازموینه واخیستله، دا هغه کسان وو چې په خپله یې سګریټ نه څکول خو بیا هم د سږو، زړه او فالج ناروغیو ښکار ول، دوی په اصل کې د نورو له کبله د سګریټو لوګی کش کړی و.
هغه کسانو ته چې د سږو ناروغۍ څخه د مرګ ښکار شوي وو ځینې یې د هغو پلارونو له امله چې سګریټ یې څکول ددغې ناروغۍ ښکار شوي وو چې په پای کې د مرګ خولې ته وغورځېدل.
سګریټ له هیڅ کوم اړخه ګټه نه لري، تر دې دمه یو شمېر څیړونکو ثابته کړې چې سګریټ څکول په خپله انسان د مرګ خولې ته اچوي، بېلا بېل کینسر رامنځته کوي او لوګی یې څنګ کې نور کسان هم له ځانه سره د مرګ خولې ته وړي.
په عام ډول هغه کسان چې سګریټ څکوي د سږو، شونډو او خولې پر کینسر اخته کیږي، او ترڅنګ یې هغه کسان چې د سګریټ لوګی وررسیږي پر پورته ډوله مرګونې ناروغیو اخته کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي