برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

هره میاشت لسګونه ملکی کسان د چاودنو له امله وژل کیږی

آریانانیوز: دیورپورټ له مخی حکومتی چارواکی وویل چې په هیواد کښې د چاودونکو موادو په قربانیانو کښې کابو ۶۵ فیصده افغان ماشومان دي.



د کابل د سره صلیب روغتون مشر نجم الدین په یوی مرکه کښې وویل: هر کال له لسو نه تر دولسو زرو پورې معلول یا معذوره کسان دې روغتون ته راځي چې زیاتره په کښې جنګي معلولان دي.
د ملګرو ملتو د ماشونو صندوق یونیسف هم په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کښې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو ناامنه هیواد بللی و.چی د ملکي تلفاتو له دریو نه یوه برخه، ماشومان دي.
د ترهګرو ډلو د ختمولو او د امنیت ټینګولو په پلمه په افغانستان باندې د امریکې د پوځي یرغل کابو اتلس کاله وشول خو د وروستیو احصائیو له مخې، په دغه هیواد کښې نه یوازې هیڅ ډول امنیت او ثبات نه دی راغلی بلکې ناامني لازیاته شوې هم ده.

شریک یي کړئ!