برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

هرات – د ملي امنیت ریاست په ودانی کی چاودنه

آریانانیوز: دجمعی په ورځ د هرات په ملي امنیت ریاست کې د ننه چاودنه وشوه، چې له دولتي سرچینو وروسته يې طالبانو په اړه معلومات خپاره کړل.


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له پېښې وروسته رسنیو ته وویل، چې پنځه تنه پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
طالبانو د پېښې مسؤلیت منلی او په وینا يې دې «تکتیکي چاودنه» کې يې د ملي امنیت ۱۴ تنه کارکوونکي وژلي او ۱۸ نور ټپيان دي.
د سرچینې په وینا د ملي امنیت ودانۍ هم ډېره برخه سوځېدلې او دوه عرادې نقلیه وسایط هم بشپړ له منځه تللي دي.
طالبانو د پېښې پر څرنګوالي څه نه دي ويلي، خو د هرات چارواکي وايي ملي امنیت ریاست کې د ملي اردو هغه رینجر موټر چاودلی، چې دوی تازه له طالبانو نیولی و.
دا ښايي د خپل ډول لومړنۍ پېښه وي، خو د شنونکو په باور دا ډول تکتیکونه ثابتوي چې دولتي ځواکونه د طالبانو د ګڼو ګواښونو پر وړاندې بې وسه دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array