برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نړۍ‌ کې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو شخص د انساني‌قاچاق قرباني کېږي

آریانانیوز: افغانستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ پروګرام مسوول یاسین محمدي وايي، نړۍ کې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو شخص د انساني‌قاچاق قرباني کېږي چې ۷۱ سلنه قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.


نوموړي ـ چې نن (شنبې) په کابل کې له انساني قاچاق سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې – وویل، که څه هم افغان حکومت د انساني‌قاچاق پر وړاندې مبارزه کړې؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له‌مخې، سږکال په جولای کې خپور شو؛ افغانستان په انساني‌قاچاق کې د نړۍ په کچه دویم ځای لري.
په همدې حال کې د اجرایوي ریاست سلاکار احمدنور واقف باور لري چې انساني‌قاچاق د نشه‌يي توکیو او وسلو تر قاچاق وروسته ګواښوونکې پديد ده. د ده په وینا، انساني‌قاچاق په نړۍ‌واله کچه ورځ تر بلې زیاتېږي او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي؛ لرې نه‌ده چې د نشه‌يي توکیو او وسلو قاچاق په پرتله ګواښوونکی شي.

واقف وايي، انساني‌قاچاق د افغانستان په نافذو قوانینو کې د درنو جرمونو له ډلې شمېرل کېږي چې سزا یې اوږدمهاله بند دی.
د اجرایوي ریاست سلاکار د معلوماتو له‌مخې، قاچاقبران له‌دې لارې هرکال په نړۍ کې تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

شریک یي کړئ!