برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نړیوال جام ته چمتو والي لپاره افغانستان تمریناتي لوبډلې اعلان کړې

آریانانیوز: د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹م یو ورځني نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتو والي لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره لومړنۍ لوبډلې اعلان کړې.


د غوراوي کمیټې مشر دولت خان احمدزي دغه نوملړونه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې اعلان کړل چې پکې د دواړو لوبډلو لپاره ۴۷ لوبغاړي په دوه برخو ویشل شوي شامل دي، د ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره به د لوبډلې وروستۍ ټاکنه په هندوستان کې د تمریناتو په ترڅ کې کېږي.
د اوپنر توپوهونکو او د چټک توپ اچونکو ستونزې هوارولو لپاره کرېکټ بورډ اړ شو نور علي ځدراڼ او شاپور ځدراڼ ته یو وار بیا په لومړني لیست کې ځای ورکړي، د غوراوې کمیټې مشر دولت خان احمدزي د اوپنر توپوهونکو او چټک توپ اچونکو ستونزو ځانګړې یادونه وکړه.
د غوراوې کمیټې لخوا لاندې لوبغاړي په لومړني لیست کې اعلان شوي دي:
ملي لوبډلې لومړني لوبغاړي:
د توپوهنې برخه: حضرت الله ځاځي، جاوید احمدي، نور علي ځدراڼ، عثمان غني، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، سمیع الله شینواري او اصغر افغان؛ د ویکټ ساتونکو لپاره د شهزاد محمدي، منیر احمد او افسر ځاځي)) نومونه شامل شوي دي.
دغه راز د الراونډرانو په نومونو کې د (محمد نبي، ګلبدین نائب، میرویس اشرف او راشد ارمان؛ د چټک توپ اچوونکو په لیست کې د افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، سید شېرزاد، فرید ملک، یمین احمدزی او همدارنګه د سوکه توپ اچوونکو نوملړ کې د مجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف او حمزه هوتک)) نومونه شامل شوي دي.
شاپور ځدراڼ هم له اوږدې مودې او ځینې اختلافاتو وروسته په تمریناتي لوبډله کې ځای شوی خو د غوراوې کمیټې مشر په وینا نوموړی ځينې ډسپلیني ستونزې لري چې د ډسپلین کمېټې له پرېکړې وروسته به د څو ورځو په موده کې د نوموړي په اړه پرېکړه وشي.
ایمرجینګ لومړنۍ لوبډلې نوملړ:
سربېره پر دې د ایمرجنګ لومړنۍ لوبډلې په نوملړ کې د توپوهونکو په برخه کې (ابراهیم ځدراڼ، احسان الله جنت، بهیر محبوب، شاهد کمال، درویش رسولي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ او ناصر جمال، د ویکټ ساتونکو په برخه کې د رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل نومونه، او د الراونډرانو په برخه کې شمس الرحمن، عظمت الله، مسلم موسی او کریم جنت) نومونه شامل شوي دي.
همدارنګه د چټک توپ اچوونکو په نوملړ کې (ضیا شریفي، فضل حق، یوسف ځاځي، وفادار مومند، نوین الحق؛ د سپېنر توپ اچوونکو په نوملړ کې د وقار سلیمانخېل، ضیا اکبر، قیس احمد او ظاهرخان) نومونه شامل شوي دي.
باید وویل شي چې ملي لوبډله به د تمریناتي کمپ په لړۍ کې چې د هندوستان هېواد په چینای ښار کې ترسره کېږي، له ۸-۱۰ تمریناتي لوبې وکړي او د یوې میاشتې لپاره به دغه لړۍ جاري وساتي او همدارنګه به ایمرجنګ لوبډله هم د ایمرجنګ اسیا کپ سیاليو لپاره په یاد ښار کې د دریو اونیو لپاره پاتې شي او له هغه وروسته به ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ!