برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ناټو: له افغانستان څخه د وتلونیت نه لری

آریانانیوز: د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو د غونډې په دویمه ورځ وویل، « له افغانستانه د وتلو پر هوکړه‌لیک نه، بلکې د سولې پر هوکړه‌لیک کار کوو.»



د نوموړي په وینا، که څه هم اوس تر بل هر وخته د افغان سولې هوکړه‌لیک ته نږدې شوي یو، خو حتمي نه‌ده چې باید وشي؛ په افغانستان کې د لاسته‌راوړنو ساتل، د سولې هوکړه‌لیک لویه برخه جوړوي.
سټولټنبرګ افغان دولت ته په اشارې وویل چې ناټو د او غړي هېوادونه به یې له افغانستان سره ژمن پاتې شي او د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره خپلو مرستو او د سرتېریو لېږلو ته دوام ورکوي.
هغه زیاتوي، «افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو لاس ته لوېدلې سیمې بېرته ونیولې، طالبان به د جګړې په ډګر کې بریالي نه‌شي، موږ به په افغانستان کې پاتې شو او د افغان دولت او افغان ځواکونو دفاع به وکړو. د طالبانو یوازینۍ لار له امریکا او افغان حکومت سره د سولې مېز ته کېناستل دي. موږ تمه لرو چې یوې هوکړې ته ورسېږي او موږ به تر هغې خپل ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړو.»
ینس سټولټنبرګ وايي، داعش ډلې په سوریه او عراق کې خپل خلافت له لاسه ورکړی او هڅه کوي چې په افغانستان کې یې جوړ کړي، خو د افغان ځواکونو ملاتړ، په عراق او سوریه کې د داعش پروړاندې زموږ له مبارزې سره قوي اړیکه لري.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد چې د بروکسل په غونډه کې یې ګډون کړی و وویل، افغان ځواکونو په تېر یوه کال کې له طالبانو نه د سیمو نیولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هڅه کوو چې د هوايي او کومانډو ځواکونو پر پیاوړتیا او ځواکمنتیا ډېر تمرکز وکړو.

شریک یي کړئ!