برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

میوند کې د پوهنې آمریت او ۲ بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

د کندهار د میوند ولسوالۍ د پوهنې آمریت او ملالۍ میوندۍ او شهید شاه سید محمد آغا ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.



یادې درې واړه ودانۍ د ۱۱،۴ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د لسو کاري میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې، چې پرانېسته به یې له شک پرته ددې ولسوالۍ د پوهنې پر کیفیت خورا مثبت اغیز ولري.
د میوند ولسوالۍ د پوهنې آمریت نوې ودانۍ ۱۲ اداري خونې، د ملالۍ میوندۍ لومړني ښوونځي ودانۍ ۷ درسي او اداري خونې او د سید محمد آغا منځني ښوونځي ودانۍ ۹ درسي او اداري خونې او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري. ددغو ودانیو له پرانېستو سره د یادې ولسوالۍ د پوهنې کارکوونکو او زده کوونکو ته د کار او زده کړو خوندي چاپېریال برابر شوی دی.
د ودانیو د پرانېستې په تړاو جوړه شوې غونډه کې مرستیال والي عبدالحنان منیب، د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون، ولسوال حاجي عبیدالله پوپل، قومي مشرانو، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.
د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون د یادو ودانیو د پرانېستو له امله خوښي وښوده او دا یې د ولسوالۍ د پوهنې کارکوونکو او زده کوونکو لپاره د خوندي اداري او تدریسي چاپېریال د رامنځ ته کېدو په برخه یو مهم ګام وباله. ښاغلي پیوستون د پوهنې په برخه کې د سیمې د قومي مشرانو ستونزې او غوښتنې هم واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ نه کوي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې ددې ولایت د پوهنې روان بهیر مثبت وارزاوه او پر ولسونو یې غږ وکړ، چې د یوې ښې راتلونکې لپاره خپل اولادونه د علم پر ګاڼه سمبال کړي.

شریک یي کړئ!