برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

موټر بم چاودنې

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې موټر بم چاودنه شوې چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د یاد وزارت ویاند طارق آرین وايي، چاودنه د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه شوې چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د دفاع وزارت هم په یوه بیانیه وایی کې دغه برید د قول اردو دروازه کې شوی چې ۵ ملکیان په کې وژل شوي، ۱۵ نور ملکیان او ۵ پوځیان پکې ژوبل دي.خود پکتیا د پولیسو قوماندانۍ بیا وایی چی په دغه حمله کی څلور عسکر وژل شوی دي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبر پاڼه کښې وویل د ګردیز ننۍ بم چاودنه دغه ډلې کړي ده .
خو په پکتیا ولایت کښې د پوځ یوه ویاند ایمل خان مومند وویل د ګردیز بم چاودنه حقاني ډلې کړي ده کومه چې له طالبانو او لشکر طیبه ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي