برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۱۳ میلیونه ماشومان عاجلو مرستو ته اړتیا لري

د ماشومانو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو اداره (Save the Children) وايي، په افغانستان کې د ۲۴.۴ میلیونه کسانو له ډلې څخه چې مرستې ته اړتیا لري ۱۳ میلیونه یې ماشومان دي.


دې ادارې یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د روان کال د جولای او سپټمبر ترمنځ د وړاندوینو پر بنسټ به د ۹،۲ میلیونو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸.۹ کسان د خوراکي توکو له بېړنۍ یا بحراني ناامنۍ سره مخ شي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، سږ کال ۹۷ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې د سقوط له خطر سره مخ دي.

راپور زیاتوي، دا مهال ۱.۱ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ۸ میلیونه ماشومان ښوونې او روزنې ته د لاسرسي لپاره ملاتړ ته اړتیا لري او که ښوونکو ته معاش ورنه کړل شي، ۱۰ میلیونه ماشومان د زده کړو پریښودو له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف هم ویلي چې په افغانستان کې ۴،۵ میلیونه ماشومان رواني روغتیا ته اړتیا لري.

دغه سازمان همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان د کوویډ-۱۹ په ګډون د ګڼو ناروغیو له خپرېدو سره مخ دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي