برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر دوه برابره شوی دی

آریانانیوز: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي، په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.


د تروریزم سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ویرونکوف وویل، القاعده اوس هم فعاله ده او په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمیر دوه چنده شوی دی.

هغه په تاشکند کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د هېوادونو همغږي ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو چارواکي په دې وروستیو کې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر څلور زره تنه دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا راڅرګندیدو وروسته، یوه له سترو نړیوالو اندیښنو څخه د تروریزم په ځانګړې توګه د القاعدې او داعش د خپریدو ګواښ دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي