برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له سېلاب ځپلو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په دغه هیواد کې له سیلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

بینیټ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د بغلان په ګډون په هیواد کې وروستي سیلابونه چې ډیری یې وژلي، د اقلیم بحران ته د افغانستان زیانمنتیا یادونه کوي.

هغه زیاته کړه: د طالبانو او کورنیو فعالینو لخوا فوري مرستې او اوږدمهاله پلان دواړو ته اړتیا ده.

تېره ورځ بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونه د مرګونو او ویجاړونکو سېلابونو شاهد وو.

لومړنۍ موندنې ښيي چې د دغو سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې په بغلان کې سیمه ییزو سرچینو ویلي وو، چې د تېرې ورځې سېلابونو له امله د بغلان په مرکزي او برکه ولسوالیو کې تر اوسه د ۲۱۰ تنو د وژل کېدو تایید شوی دی.

شریک یي کړئ!