برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملي امنيت په کابل او ننګرهار کې د ۳۳ داعشيانو نیولی دی

آریانانیوز: د ملي امنيت رياست ادعا کړې چې په کابل او ننګرهار ولايتونو کې يې د يو قومندان په ګډون د داعش ډلې ۳۳ تنه نيولي دي.


د ملي امنيت رياست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ځانګړو ځواکونو يې په کابل کې د داعش ددغو غړو په نيولو سره د بريدونو مخه نېولې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د نيول شويو ۳۳ داعشيانو له جملې څخه يې د عبدالله په نامه يو مشر په ګډون ۲۶ تنه يې د کابل له بېلابېلو سيمو څخه نيولي دي، چې دغو کسانو غوښتل چې د عاشورا په ورځو کې په کابل کې د شيعه ماتم کوونکو په جلسو او غونډو بريدونه وکړي چې د کشف او معلوماتو په اساس ونيول شول.
بل لورته په ننګرهار کې هم د داعش اووه کسيزه ډله نيول شوې ده چې د ننګرهار د ملي امنيت رياست رسنيو ته وښودل؛ خو رسنيو سره خبرو کولو له پاره اجازه ورنکړل شوه.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې داعش وسله والې ډلې په ننګرهار کې د پوهنتونونو، ښوونځيو او روغتيايي ادارو ترڅنګ د دولت ټولو ادارو ته اخطارونه ورکړي وو چې د بريد هدف به يې وګرځي.
خو بل لور د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې چې طالبان له داعش سره په ټکر کې اخته کيږي، د سیمې د اوسېدونکو په وينا څو ځل ليدل شوي دي چې امريکاي او داخلي الوتکو دداعش په مقابل کې د طالبانو سنګرونه بمبار کړي دي.

شریک یي کړئ!