برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ملا عبدالغني برادر

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس طالبانو ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط چین هېود ته د دې ډلې د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د سفر خبر ورکړی دی.



سرچینه زیاتوي چې د دې سفر په لړ کې به د طالبانو د ډلې دغه مشر له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه وغږیږي.
د سرچینې له قوله طالبان غواړي له امریکایانو سره د خبرو تر اووم پړاو وړاندې ګاونډیو هېوادونو ته د خپل دریځ په اړه مالومات ورکړي.
دغه طالب چارواکي په داسې حال کې چین ته سفر کړی دی، چې تمه وه د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۱۳ نېټه پیل شي، خو تر اوسه یې په اړه مالومات ندي ورکړل شوي او ښایي په نږدو ورځو کې د خبرو اترو نوې لړۍ پیل شي.
سیاسي شننوونکي پدې باور دي چې، طالبانو د جګړې ترڅنګ دیپلوماسۍ او سیاسي فعالیتونو په برخه کې هم خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

شریک یي کړئ!