برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

معترضو نوماندانو- د کابل د ټاکنو اعلان شوې پایلې نه منو

آریانانیوز: د ولسي جرګې یو شمېر معترض نوماندان د کابل ټاکنیزې حوزې د رایو د باطل اعلانېدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې دهرکلي تر څنګ ګواښ وکړ چې دې مسئلې ته د نه پاملرنې په بڼه کې به پراخ مدني حرکتونه وکړي.



د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار کې بیا د لړم پر پنځمه ترسره شوې.
د افغانستان د اسلامي حرکت انقلاب ګوند اړوند له ۳۰ زیاتو نوماندانو په کابل کې د خبري ناستې پر مهال د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ادعا یې وکړه چې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو په مرکز او ولایتونو کې د رشوت په اخیستو درغلي کوونکو نوماندانو ته د بریالیتوب زمینه برابره کړه.
د افغانستان د حرکت انقلاب ګوند غړو له حکومته وغوښتل، هغه کسان دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني چې ټاکنیزې درغلۍ او جرمونه یې کړي وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي