برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

محمد نبي په شل اوریزو سیالیو کې «۲۰۰» ویکټې اخیستونکی لومړی افغان لوبغاړی

آریانانیوز: د افغانستان لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي عیسی خیل لومړی افغان لوبغاړی شو چې په ټولو لوبېدلو شل اوریزو سیالیو کې یې دوه سوه ویکټې پوره کړې.


د افغانستان لوبډلې پخواني لوبډلمشر چې اوسمهال د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې بوخت دی او د بلخ لیجنډز لوبډلې مشري پرمخ وړي په شل اوریزو سیالیو کې د کابل ځوانانو پر وړاندې په ویکټه ترلاسه کولو دغې پړاو ته ورسېد.
په دغه سیالۍ کې محمد نبي د کابل ځوانانو لوبډلې پر وړاندې د سترو بهرنیو لوبغاړو (لوک رونکي، کولن انګرام) پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونه وکړه، او په ۴ اورونو کې يې یوازې د ۲۰ منډو په بدل کې ۲ ویکټې واخیستې، او سیالۍ کې يې بریا هم خپله کړه.
دا مهال محمد نبي ټولې ۱۸۲ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي، چې ټولې یې ۲۰۱ ویکټې په ۲۱.۲۳ غوره اوسط، چې د یوې سیالۍ غوره لوبه یې د ۱۰ منډو په بدل کې ۴ ویکټې ترلاسه کول دي، همدا دول یې په نړیوالو لوبو (یو ورځنۍ او شل اوریزو) کې تر دې دمه ۱۸۱ ویکټې ترلاسه کړي دي.
۳۳ کلن محمد نبي اوسمهال د کرېکټ نړیوالې شورا په پوړ بندۍ کې د یو ورځنیو سیالیو په آلراونډرانو کې درېیم، او د شل اوریزو سیالیو په آلراونډرانو کې دویم مقام لري.
نوموړی همدا ډول لومړی افغان لوبغاړی دی چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره یې ټولې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي دي، او په زیاتو ویکټو اخیستلو کې له راشد خان وروسته په دویم نمبر دی، همدا ډول د افغانستان لخوا په شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې دویم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی.
آلراونډر محمد نبي د ملي لوبډلې ترڅنګ په یو شمېر بهرني لیګونو کې هم خپله جادو د نړیوالو پرمخ ښودلې ده، نوموړی تر دې دمه د نړۍ په هر ستر لیګونو کې لوبېدلی دی، د بنګلدیش، استرالیا، انګلستان، پاکستان، هندوستان او اوس د افغانستان په غوره لیګ کې لوبیږي.
د یادونې ده چې محمد نبي د یوه تکړه آلراونډر په حیث په لوبډله کې لوبیږي، چې په بېلا بېلو سیالیو کې یې د لوبډلې په ګټه توپوهنه او هم توپ اچونه کړې ده، نوموړی د سنرایزز حیدر اباد، چیټاکانګ ویکنګز، میلبورن رینګیډز، کویټه ګلډیټرز، لیسسټر شایر او سیلهت رائلز لخوا لوبېدلی دی.

شریک یي کړئ!