برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

محمد محقق داشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې دخپل مقامه لیری کرای شو.

آریانانیوز: د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د عزل په اړه ولسمشر اشرف غني فرمان صادر کړی دی.


په دغو فرمان کې راغلي،  د افغانستان اساسي قانون ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم له مخې د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق عزل منظور دی.
محمد محقق د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وو، نوموړي د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د اوسني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله مرستیال وو.
محمد محقق د هیود هزاره توکم وتلی او پراخ نفوذه سیاستوال دی.
ښاغلي محقق د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ د دوهم مرستیال په توګه نوم لیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ!