برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

محمد محقق: د بلخاب جګړه د طالبانو د انتقام پایله وه

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر وايي، په بلخاب کې د جګړې لامل هغه مقاومت و چې د دې ولسوالۍ خلکو ۲۴ کاله وړاندې د طالبانو پر وړاندې کړی و.


د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق زیاته کړه دا جګړه د طالبانو د ظالمې او انحصارګرې  ډلې د لجاجت او غچ اخیستنې پایله وه، چې د خپل داخلي اختلاف په پلمه یې د بلخاب پر خلکو جګړه تحمیل کړه.

همدارنګه محقق په هغه پیغام کې چې د لوی اختر په مناسبت یې په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی، ویلي چې د بلخاب جګړه د کوم بهرني هېواد په ملاتړ نه ده شوې.

ځینو سرچینو هم په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او د مولوي مهدي تر قوماندې لاندې ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې د امریکا دسیسه بللې ده.

خو؛ محمد محقق زیاته کړه، چې طالبانو کولای شوای چې له خپل ناراضه قوماندان مولوي مهدي سره خپله داخلي شخړه په سوله ییزه توګه هواره کړي، خو دغې ډلې د غچ اخیستنې له مخې برید وکړ.

د هغه په ​​وينا، طالبانو په دې جګړه کې نږدې سل ملکي وګړي وژلي او د بلخاب سوېل ته د باميانو تر يکاولنګ پورې په صعب العبورو غرونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د لسګونو زرو خلکو د بې ځايه کېدو لامل شوي.

ښاغلي محقق د بشري حقونو او مرستندویه نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې د بلخاب د جګړې له زیانمنو شویو کډوالو سره لومړنۍ مرستې وکړي او هغوی ته په خوندي توګه خپلو کورونو ته د ستنیدو زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي