برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مجددي؛ هم پر تړون د بیا کتنې غږ

آریانانیوز: د تېر جهاد یو مخکښ مشر او د امریکايي یرغل کلک ملاتړي حضرت صبغت الله مجددي څلور کاله وړاندې د وخت ولسمشر حامد کرزي نه له شرط پرته له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک غوښتنه وکړه.


هغه کرزي ته وویل، چې باید تړون لاسلیک کړي، که يې لاسلیک نه کړي، «هجرت به وکړي.»
تېره ورځ د هغه په کور کې حامد کرزی، محمد محقق، یونس قانوني، او د سیاسي ګوندونو ځينې مشران را ټول شوي و او پر همدې تړون يې د جدي بیا کتنې غوښتنه وکړه.
مجددي پخپله پخپلو خبرو کې وویل، امنیتي تړون هیڅ ګټه نه ده کړې او پر حکومتولۍ يې اغېز نه دی کړی.
د ده په وینا يې له امریکایانو يې ګڼې غوښتنې لرلې، هغوی يې هم مني، خو ځنډوي يې.
په دې غونډه کې چې پخپله د تړون لاسلیکوونکی حنیف اتمر هم شریک و، څلور ماده‌ییز پرېکړه لیک صادر شو، چې پکې يې د امنیتي تړون د جدي بیا کتنې ټينګار کړی و.
تېره ورځ ولسي جرګې هم پر امنیتي تړون د بیا کتنې لپاره پرېکړه وکړه.
د جرګې د پرونۍ غونډې مشر همایون همایون وویل، له امریکا سره امنيتي تړون هیڅ ګټه نه ده کړې، بلکې هره ورځ درې – څلور سوه تنه تلفات ورکوو.
د جرګې بل غړي عبید الله بارکزي وويل، امریکا په اوولس کلونو کې سل هليکوپټر هم افغان پوځ ته ورنه کړل.
د ده په وینا اصلاً باید پر دې تړون بیا غور وشي او په وینا يې «افغانستان له دغه عذابه خلاص کړو.»
ولسي جرګې د ګډ حکومت د واک په لومړیو کې د دې تړون لپاره شنه کارتونه پورته کړل، چې یوازې پنځو تنو يې مخالفت وکړ.
له امریکا سره امنیتي تړون د ګډ حکومت په دویمه ورځ د متن له لوستنې پرته لاسلیک شو.
د ولسي جرګې غړي حمیدزي لالي په یوه تلویزونی بحث کې وویل، د دې تړون د لاسلیک په بدل کې حنیف اتمر د امنیت شورا سلاکار وټاکل شو، چې په دې معامله حتی بسم الله محمدي هم د تړون لاسلیک ته تیار نه و.
د سیاسي چارو شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن په همدې تړا خپره کړې تبصره کې لیکلي، چې حضرت صاحب، د ملي محاذ پخواني مشر، حنیف اتمر او د ولسي جرګې موافقو وکیلانو له ولس سره خیانت وکړ.

«هغه وخت چې تړون اتمر صیب او د امریکا سفیر تر منځ لاسلیک کیدی، مریض حضرت او هغه وخت ژوندی پیر صیب د تبرک لپاره غونډې ته ورغلي وو، د ملاتړ په دود یې د اتمر صیب او د هغه وخت د امریکا سفیر تر شا ولاړ وو. په ولسي جرګه کې هغه مهال چې د تړون تاید له وکیلانو اخیستل کیدی، یوازي ۵ وکیلانو سور د مخالفت کارټونه پورته کړه، نورو ټولو وکیلانو شنه کارټونه جګ او له امریکا سره یې تړون تاید کړ، دوی ټولو زموږ له ګران ولس او هیواد سره ستر خیانت وکړ.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي