برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

مجاهد: د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ امریکا ده

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکا د دغې ډلې په رسمیت پېژندلو مخه نیسي.


ذبیح الله مجاهد له خبریالانو سره په یوه مجازي مرکه کې امریکا د طالبانو په رسمیت پېژندلو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بللی دی.

مجاهد وویل: [متحده ایالات] نورو هیوادونو ته اجازه نه ورکوي چې په دې لاره کې حرکت وکړي او نه یې هم په دې برخه کې کوم ګام پورته کړی دی.

کابو یو کال وروسته له هغه چې طالبانو د کابل واک تر لاسه کړ، تر اوسه هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري حقونو ته درناوی او د یوه ټول شموله حکومت جوړول د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو مهم شرطونه دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي