برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

مجاهد: امریکا ته اړتیا نه لرو

آریانانیوز: د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته غبرګون کې د طالبانو ویاند ويلي چې افغانان د امریکا همکارۍ ته اړتیا نه لری.


افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هغو څرګندونو په غبرګون کښې چې ویلي یې دي، افغانستان له خدای هېر شوې خاوره ده ، ټینګار کړی چې افغانستان ښه امن ځای دی او دغه هېواد د امریکا همکارۍ ته اړتیا نه لري.

ذبیح الله مجاهد د امریکې لخوا د افغانستان نیواک ته په اشارې سره د افغانستان د خلکو له خوا د دغه هیواد په ابادولو باندې ټینګار وکړ.

د افغانستان ځینو رسنیو دا هم لیکلي چې د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې هغه څه ویلي چې له منطق څخه لیرې دي او د دې ډول “چټیات” تمه نه شي کېدای.

د دغه راپور له مخې، جو بایډن غواړي په دغو بې سنجشه څرګندونو سره په افغانستان کې د امریکا ماتې او ناکامي توجیه کړي.

یوې خبري سرچینې دا هم ویلي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې جوبایډن د افغانستان په اړه دا ډول احمقانه څرګندونې کوي.

دغې خبري سرچینې ټینګار کړی، چې د امریکا ولسمشر باید هوش ته راشي او د افغانستان په اړه خپلې څرګندونې اصلاح کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي