برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له هېواده څخه د امريکائي فوځيانو په وتلود علماؤ تاکيد

د یورپوټ له مخې يو شمېر ديني عالمانو په کابل کښې په يوه غونډه کښې د د ولسمشر او طالب ډلې ترمېنځ د اور بند په تمديد باندې په تاکيد سره وويل، په هېواد کښې د صلحې اصلي خنډ بهرنيو ځواکونه دي او پکار دي له افغانستانه ووځي.


علماؤ همدارنګ په دغه غونډه وویل چی په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د جنګ د دوام اصلي عامل دے.
همدا اوس په هیواد کی له نولسو زرو نه زيات بهرني ځواکونو د نېټو په قالب کښې موجود دي چې له هغو څخه له شپاړسو زرو زيات فوځيان امريکائي دي.
د هیواد اکثرو خلقو او چارواکو په باور د نېټو د نورو هېوادونو په ملګرتيا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په هیواد کښې له ۲۰۰۱ کال راهسې د امريکائي فوځيانو شتون تر اوسه د زرګونو عامه هیوادوالو له قتل عام او د هېواد د مرکزي مراکزو له ويجاړۍ او مخ په زياتېدو ناامنيو نه بغېر څه لاسته راوړنه نه ده لرلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي