برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له نړیوالو اصولو سره سم اوربند

آریانانیوز: د افغانستان د صلحې د عالي شورا لوړرتبه غړي وویل: په هیواد کښې د حکومت او طالب ډلې ترمینځ ډزبندي باید د نړیوالو اصولو په بنیاد وي.



محمد اسماعیل قاسمیار دیوی مرکی ترځ کښې د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا د اعلان شوي درې میاشتني اوربند په هکله ټینګار وکړ چې که په نړۍ کښې د اوربند دود اصول په افغانستان کښې دقیقاً رعایت شي نو مثبتې پایلې لرلی شي.
د افغانستان د صلحې د عالي شورا د نړیوالو چارو مرستیال زیاته کړه: د اوربند یا ډزبندۍ د نړیوالو قوانینو له مخې د حکومت هغه ډله مخالف وسله وال چې د اوربند په ورځو کښې غواړي په آزاده توګه د افغانستان ښارونو ته ننوځي، باید خپلې وسلو وسپاري او له ښارونو د وتلو په وخت یې بیرته ترلاسه کړي.
قاسمیار د صلحې لپاره د وارمخکښي شرط په توګه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتنې د وخت د ټاکلو په هکله له امریکایانو د طالبانو غوښتنې ته په اشارې سره وویل: که صلحه کیږي نو باید د افغانستان خلک او حکومت او د صلحې عالي شورا باید ورپورې په اړوندو هرډول خبرواترو کښې شتون ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي