برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له قرنطین خونې څخه دکرونا دناروغان تښتېدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د هرات له یوه روغتونه د دوه ښځو په ګډون هغه ۳۸ تنه تښتېدلې چې د کورونا وېروس د شک له امله په قرنطین کې وو. د دغه وزارت ویاند وحیدالله ماریار رسنیو ته ویلي چې دغه کسان نن ( دوشنبه مارچ ۱۶) مازدیګر د خپلو خپلوانو په مرسته د یوشخړې په پایله او د روغتون د ښېښو په ماتولو سره تښتېدلي دي
ښاغلي مایار ویلي دې کسانو ډاکټران هم وهلی او موظفو پولیسو سرتیرو د وضعیت په کابو کولو کې مرسته نه ده کړې
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ځینو رسنیو ته ویلي چې په تښتېدلو کسانو کې یوه مثبته پېښه هم ده چې د دایکندي ولایت اوسېدونکی دی
له دې وړاندې داسې شکایتونه وو چې ګواکې د قرنطین په خونه کې د پالنې امکانات نشته او سمه درمنله هم نه کیږي
د رسمي شمېرو له مخې په هرات کې د کورونا وېروس یوولس مثبتې پېښې ثبت شوي او یو شمېر نور مشکوک دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي