برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له جرمني ايستل شوي ١٧ افغانان کابل ته ورسېد

آریانانیوز: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له جرمني ايستل شوي ١٧ افغانان نن سهار کابل ته را ورسېدل.


د ياد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له جرمني ايستل شوي افغانان ټول ځوانان دي.
هغه زياته کړه چې د جرمني حکومت د دوى د پناه غوښتنليکونه رد کړي او له خپل هېواده يې ايستلي دي.
د مياخېل په وينا، د ٢٠١٨ زېږديز کال له پيله راهيسې ٣١٩ افغانان له جرمني ايستل شوي او بېرته افغانستان ته را لېږل شوي دي.
د يادونې ده، هر کال لسګونه زره افغانان په غير قانوني ډول په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونه ته ځي، خو په دې وروستيو کې له جرمني، ترکيې، سويډن او ځينو نورو هېوادونو څخه د افغانانو د ايستلو لړۍ پیل شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي