برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو دوام

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند «سوني لیګت» وایي، د سرتېرو روغتیایي ساتنه یې لومړیتوب ده او ا حتیاطي تدابیر یې ورته نیولي؛ خو بیا هم د خپلو ځواکونو ایستلو ته دوام ورکوي.
لیګت په همدې تړاو په ټویټر لیکلي « د خپلو سرتېرو ساتنه مو لومړیتوب ده او په دې برخه کې له دفاع وزارت، د امریکايي ځواکونو له مرکزي قوماندانۍ «سینټکام» او نورو پوځي برخو سره ګډ کار کوو، افغانستان ته راتلونکي هر څه تر سکرین باسو او ازموینه یې کوو تر څو د کورونا خطر کم شي.»
لګیت ددې تر څنګ زیاته کړې، چې دوی له شوي حکم سره سم ۸۶۰۰ ته د ځواکونو د شمېر د راکمولو لړۍ جاري ساتلې.
یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ له شوي توافق سره سم متحده ایالات ژمن دي، د څلو رنیمو میاشتو دننه خپل څلور زره سرتېري سرتېري له افغانستانه وباسي او په دې توګه د خپلو ځواکونو شمېر له دیارلس زرو څخه ۸۶۰۰ ته راټيټ کړي.
څو ورځې وړاندې هم سلګونو امریکایي ځواکونو افغانستان پرېښود او امریکا ته ستانه شول؛ خو هلته له رسېدو سره سم د کورونا له ويرې قرنطین شول.
د نړۍ د لسګونو نورو هیوادونو په څېر امریکا هم د کورونا له ګواښ سره مخ ده، تر دې دمه دې ناروغۍ تر سلو زیات امریکایان وژلي او زرګونه نور ورباندې ککړ دي.
امریکا د نورو عامو مسافرو تر څنګ په خپل امنیتي پرسونل باندې هم د سفر کولو بندیز لګولی او خپلي ځیني پوځي سرچینې یې له کورونا سره مبارزې ته بېلې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي