برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

له افغانستان سره د مرستې لپاره د یو میلیارد ډالرو بودیجې برابرېدل

د افغانستان د بشري مرستو صندوق اعلان وکړ چې تېر کال یې یو میلیارد ډالر مرسته ترلاسه کړې ده.


د افغانستان د بشري مرستو صندوق اعلان وکړ چې تېر کال یې له دې صندوق سره یو ملیارد ډالره مرسته ترلاسه کړې او په تېر کال کې مرستندویو هېوادونو له دغه صندوق سره یو میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) د دغه صندوق د جوړېدو د لسمې کالیزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د یو لړ پرله پسې بدلونونو او ننګونو شاهد دی چې پراخې او تلپاتې بشري اغېزې یې لرلې دي.

د دغه بیان له مخې، افغانانو په دې موده کې د جګړو، سياسي بې ثباتۍ، وچکالۍ، طبيعي پېښو، د خوړو د نه خونديتوب او مهاجرت له امله ډېر آرامښت نه ده لرلې.

د دغې اعلامیې له مخې په دې وروستیو کې د افغان ښځو او نجونو محرومیت او زیانمنتیا د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.

شریک یي کړئ!